دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کشمیر ناورین په اسلامي امت پورې تړاو لري، نو ټول مسلمانان یې باید د تر څنګ ودرېږي.
بسم الله الرحمن الرحيم
د کشمیر ناورین په اسلامي امت پورې تړاو لري، نو ټول مسلمانان یې باید د تر څنګ ودرېږي.

خبر:

د کشمیر پر سر د پاکستان او هند تر منځ شخړې په اړه د اندونیزیا حکومت بې پرې پاتې شو. په داسې حال کې چې پاکستان ترې غوښتي وو، چې د کشمیر د خپلواکۍ لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې پر هند باندې فشار راوړي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تیوکو فتیزسیاح د اګېسټ په ۱۴ مه (CNNIndonesia.com) ته په واټس اپ کې ولیکل:«اندونیزیا؛ پاکستان او هند هڅوي، چې د ستونزې د حل په موخه خپلمنځي خبرې اترې وکړي). د اندونیزیا دا چلند نوې خبره نه ده. تېر کال هم په اندونیزیا کې د پاکستان سفیر د کشمیر د ناورین په اړه د اندونیزیا په چوپ پاته کېدو نیوکه کړې وه. (راپور انادولو اپریل ۲۰۱۸.)

تبصره:

کشمیر د پاکستان لپاره کومه ملیتي مسله نه ده. د هند لپاره هم یوازې اقتصادي یا جیوپولیټکي مسله نه ده؛ بلکې دا یوه اسلامي مسله ده. دا اسلامي مکلفیت باید هېڅکله د کومې پلمې له مخې پرېنښودل شي. اسلام یوه هر اړخیزه ایډیولوژي ده، چې معنوي او سیاسي دواړه چارې تنظیموي. اسلام اقتصادي، جیوپولیتکي او سیاسي چارې له اسلامي عقیدې او توحید څخه نه بېلوي. د کشمیر د مسلمانانو حیثیت، شتمني، خاوره او وینه یو اسلامي امر دی.

که څه هم اندونیزیا او ډېری لوی اسلامي هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب لري، خو بیا هم د کشمیر د مسلې په تړاو بې پرې پاته شول. دا بې پرېوالی لاندې مسایل په ډاګه کوي:

لومړی: د نړۍ لېبرال سېکولر نظم هېڅ اسلامي هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې له خپلو حقیقي وروڼو سره خواخوږي څرګنده کړي. دوی هغه سېکولریزم مسموم کړي، چې دین د نړۍ د سولې لپاره د شخړې اصلي سرچینه بولي.

دویم: دا ثابتوي چې ملګري ملتونه د اسلامي نړۍ د ستونزو لکه: روهینګیا، سوریه، فلسطین یا ایغور د حل په برخه کې له سلګونو ماتو سره مخ دي. نور باید مسلمان چارواکي پوه شي، چې دا هغه وخت دی چې مسلمانان به د سلیمان علیه السلام د مېږو په څېر صفونه تنظیموي، که څه هم بدنونه یې کوچني دي، خو جراتونه ډېر لوی دي، ځکه صفونه یې د حقیقت پر اساس جوړ شوي دي.

د کشمیر تاریخچه یوه بله مهمه مسله ده، ځکه کشمیر د مسلمانانو خاوره ده، چې د لومړۍ هجري پېړۍ په پای کې مسلمانانو فتحه کړې وه. دا د مسلمان جنرال محمد قاسم په لاس د هند او سند د فتحو برخه وه، چې ۹۴هـ. ق او ۷۱۲م کال کې پیل شوې. بیا د عباسي خلیفه معتصم په وخت کې یعنې په ۲۱۸-۲۲۵ هـ.ق کلونو کې چې له ۸۳۳-۸۳۹ م کالونو سره سمون لري، اسلام پر لویه وچه خپور شو. د اسیا د لویې وچې په ډېرو برخو کې د خلافت تر سیوري لاندې د اسلام واکمني تر لسو پېړیو پورې دوام وکړ، چې نن ورځ د هند، پاکستان، کشمیر او بنګله دیش په نومونو یادیږي. له هغې وروسته د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې کشمیر د انګستان تر استعمار لاندې راغی. انګلیسي حکومت یو هندو پاچا ته، کشمېر د ۱۰۰ کلونو لپاره په اجاره وکړ. په داسې حال کې چې له ۵۵ سلنې ډېره برخه یې له مسلمانانو سره وه. همدا په کشمیر کې د استبداد پیل و. له دې وروسته د واک د ټینګښت په موخه په کشیمر کې د مسلمانانو پر وړاندې د ۱۵لسیزو لپاره جنایتونو وشول. کشمیر او فلسطین دواړه تاریخي ورته والی لري او دواړه د انګلیستان پروژې دي. په دغو سیمو کې له مسلمانانو څخه د واک اخیستلو په موخه فلسطین یهودو او کشمیر هند ته ورکړل شوی دی.

اوسمهال د نړېوالې ټولنې چارې ښکیلاکګر ځواکونه اداره کوي. دغه شرقي او غربي کپیټلیست هېوادونه تل د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په ځانګړې ډول په اسلامي خاورو کې شخړې رامنځته کوي. له دې لارې خپل ښکېلاک پیاوړی کوي. د دغه با عزته امت بچیان د هغه کفري داړه مارانو پر وړاندې ناتوانه قربانیان دي، چې پر مسلمانانو نړیوال نظام پلی کوي.  

د مسلمانانو چارواکو د کشمیر اوسېدونکي هېر کړي دي. دغو چارواکو خپله عقیده سېکولرېزم او کپیټلېزم ګرځولې، چې دوی یې پر ملي او اقتصادي ګټو بوخت کړي دي. دوی د اسلام په پرتله ملګروملتونو ته ډېر ژمن دي. ترڅو چې د نړۍ اوسنی نظم وي، په ټوله اسلامي نړۍ کې به مسلمانې ښځې ښه ورځ ونه ویني. د دغو ټولو ستونزو یوازینی علت د خلافت نه شتون دی. خلافت به له مسلمانانو څخه د کفر واکمني لرې او په ټوله اسلامي نړۍ کې به د مسلمانانو عزت او ارزښت خوندي کړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره در په یاد کړئ:

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» 

(المسلم)

ژباړه: خلیفه په حقیقت کې هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او خلک پر ساتل کېږي.

سربېره پردې مسلمانانو ته حرام دي، چې تر خپلې ولکې لاندې خاوره کې اسلام پلی نه کړي. دا یوازې د مسلمانانو د عزت مسله نه ده، بلکې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی د شریعت پر پلي کولو باور لري. له همدې امله مسلمانان د مبارزې پرېښودلو حق نه لري.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ

[المائده: ۵۰]

ژباړه: ایا دوی یو ځل بیا د جاهلیت پر اساس پرېکړې غواړي؟ په داسې حال کې هغه خلک چې پر الله سبحانه وتعالی باور لري، د هغوی په نزد له الله سبحانه وتعالی څخه پرته بل غوره پرېکړه کوونکی نشته.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

فیکا کوماره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې